د بښنې نړۍوال سازمان له المانه د افغان کډوالو ایستلو په غبرګون کې وایي، د ټاکنو په را رسېدو سره د المان حکومت له لوري د کډوالو د ایستلو دغه تګلاره سیاسي ننداره او له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده. دغه سازمان د المان له حکومته غوښتي چې د نړۍوالو قوانینو له مخې خپلو مکلفیتونو ته پام وکړي او اجازه ورنکړي چې د ټاکنو په درشل کې یې تګلارې د بشري حقونو له ضد دریځونو زیانمنې شي. المان تېره ورځ له دغه هېواده ۲۸ افغان کډوال چې په بېلابېلو جرمونو تورن و کابل ته ولېږدول.