د سره صليب نړيوالې کمېټې (ای سي ار سي)په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې يې شاوخوا ۵ لکه کسانو ته چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي، روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي. د مالوماتو له مخې دغه خدمتونه په هیواد کې د واکسین، د ماشومانو د خوارځواکۍ، د روغتیايي کارکوونکو د روزنې او د رواني مشورو په برخو کې ترسره شوي دي. د راپور پر بنسټ په تېرو شپږو مياشتو کې د يادې کمېټې اړوند په ۴۶ روغتيايي مرکزونو کې له یو لک او ٤٨ زرو څخه زيات ماشومان واکسين شوي او له ۴زره څخه زياتو د خوارځواکو ماشومانو ملاتړ شوی دی. دغه کمېټه وايي، په ځينو روغتیايي مرکزونو کې د افغانستان سرې میاشتې هم د روغتیايي پروژو په تطبیق کې برخه اخیستې ده.