د بامیانو د ولایتي روغتون مسوولین وايي، په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی. د شمېرو پربنسټ په تېرو درېیو میاشتو کې په دغه روغتون کې پر خوارځواکۍ اخته د څه باندې ۱۶۰ ماشومانو درملنه شوې ده. د کورنیو اقتصادي ستونزې، له وخت وړاندې زیږون، د امیندوارۍ پر مهال د مېندو سالمې تغذیې نشتوالی او د روغتیايي لارښوونې نه مراعاتېدل؛ په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو بنسټیز لاملونه بلل کېږي. ځينې کورنۍ وايي، د وزګارۍ او ناچارۍ له امله کورنۍ او ماشومانو ته د خوراکي توکو برابرولو وس نه لري.