د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو د ۱۰ زیانمنو هېوادونو په کتار کې دی. یاد سازمان ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې د شینکوریزو ګازونو په تولید کې کمه ونډه لري؛ خو لاهم د هغو لسو هېوادونو په منځ کې دی چې، د اقلیمي بدلونونو له امله زیانمن شوی دی. دغه سازمان زیاته کړې چې، له ۲۰۲۲ زیږدیز کال وروسته، اوس اقلیمي بدلونونه په افغانستان کې، د کورنیو بېځایه شویو اصلي عامل دی. د ای او ایم په راپور کې راغلي، چې په تېرو ۳ کلونو کې وچکالۍ او سېلابونه زیات شوي او دمګړۍ یې د افغانستان څه باندې نیمایي نفوس اغېزمن کړی دی.