د پکتیا ولایت ځایي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۴۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۴ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه پروژې د ښار په لومړۍ او دویمې ناحیو کې پلې کېږي چې لګښت یې، د ملګروملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر لهخوا ورکول کېږي. د مالوماتو له مخې په يادو پروژو کې د ښار لومړۍ او دویمه ناحیو کې د شاوخوا ۱۲۵۰مترو په اوږدوالي د فرعي کوڅو کانګريټ، د پکتيا پوهنتون مخې ته د۱۲۴۰ متره په اوږدوالي د پليتګ لارې او د پوهنتون مخې ته د ۱۲۴۰ متره په اوږدوالي د يوه لښتي جوړېدل شامل دي.