د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د ګډې پولې په صفري نقطه کې کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ویلي، سرپرست وزیر د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او بهرنیو چارو وزیر، رشید مردوف سره د ګڼو ارګانونو د پلاو په ملتیا په صفري نقطه کې کتلي دي. نوموړي زیاته کړې چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د غځولو، وسپنې پټلۍ رغونې، برېښنا او نوري فایبر پروژو د پرانیستي لپاره د وروستي چمتووالي په اړه خبرې کړي او په نږدې راتلونکې کې یې د دغو سترو پروژو د پرانیستې مراسمو چمتووالی هم ارزولی دی.