د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال غور ته د خپل سفر پر مهال، د دغه ولایت د شهرک ولسوالۍ اړوند له لرغوني منار جام څخه لیدنه کړې ده. عتیق الله عزیزي له یاد منار څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې د جام سیند وروستي له خطره ډک سېلابونه لرغوني منار ته په ښکاره زیان نه دی اړولی، خو د راتلونکي سېلابونو او طبیعي پېښو له امله د خطر اوړېدو وېره شته چې مهم ټکي يې په ګوته شول او ډېر ژر به ورباندې عملي کار پیل شي. هغه د منار د انحراف په اړه خپرې شوې آوازې بې بنسټې بللې او ډاډ یې ورکړی چې منار په خپل استقامت او ظرافت ولاړ ده. عزیزي ویلي، په تېرو کلونو کې نړیوال فرهنګي سازمانونه په ځانګړې توګه «یونسکو» د لرغوني جام د بنیادي استحکام لپاره خپل مسوولیت په سمه توګه نه دی ترسره کړی. هغه ویلي، له دې وروسته يې هېله دا ده چې دغه سازمان خپل کارونه په عمل کې ترسره کړي، نه په خبرو کې.