د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايي، بامیان ولایت کې یې د ښځو دویمه ډله د قابلهګۍ په روزنیز پروګرام کې روزلې ده. دغه سازمان وايي، روزل شوې ډله به د میندو او ماشومانو د مړینې لوړې کچې سره مقابله وکړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ نن پر خپله ټویټر پاڼه پرته له دې چې شمېر یې یاد کړي لیکلي، چې په بامیان ولایت کې یې د ښځو دویمه ډله یې د قابلهګۍ په روزنیز پروګرام کې روزلې او په بریالیتوب فارغه کړې. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د روانې وږي میاشتې په سر کې ویلي و، چې افغانستان ۱۸ زره قابلو ته سملاسي اړتیا لري. دغه صندوق خبرداری ورکړی و، چې که دغه اړتیا پوره نه شي د ډېرو ښځو ژوند به له ګواښ سره مخ شي.