د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولینو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام کې ویلي، چې د ۱۴۰۳کال د زمري میاشتې څخه تر غبرګولي میاشتې پورې یې ۳ میلیارده ۱۲۱ میلیونه افغانۍ عوايد را ټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. د یادې ادارې مسوولینو دغه راز ویلي، چې د تېر یوه کال په موده کې ۸ زره ۱۵۰ تنو ته د ۳۲۱ درسي ټولګیو پرمټ په ۳۱ څانګو کې د منځمهاله او لنډمهاله او په ۶ څانګو کې د اوږدمهاله استاد شاګردي حرفوي زده کړو زمینه هم برابره کړې ده. د مسوولینو په خبره د دوی اداره توانېدلې، چې په جوزجان، روزګان، لغمان، تخار، بلخ او کندز ولایتونو کې د ځمکو غصب کمېسیون په مرسته د دې ادارې اړوند ۷۷۵ جریبه ځمکه هم له غصب څخه خلاصه کړي.