د لوګر ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز پل علم ښار کې د خضر په سیمه کې د یوه کانال جوړولو چارې پيل شوې دي. د لوګر مرستیال والي د یاد کانال د جوړولو چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، چې په یاد ولایت کې بنسټیزې پروژې په پوره شفافیت پلي کوي. دغه راز د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه کانال د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د یو کیلو مترو په اوږدوالي جوړېږي او په بشپړېدو سره یې ۶۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي. د مسوولینو په خبره په یاده پروژه کې به تر زرو ډېرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.