د هوا پوهنې ادارې نن د سالنګونو په ګډون د هیواد په ۹ ولایتونو کې د باران، تېز باد، خاورو او سېلابونو را وتلو اټکل کړی دی. یادې ادرې ویلي، چې په بېلابيلو سیمو کې به د باران کچه له (۱۵ څخه تر ۳۰) ملي متره پورې وي. دغې ادارې په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپيسا، پنجشېر، پروان، تخار او بغلان ولايتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو د پېښدو اټکل کړی دی. دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې وروستيو سېلابونو په ډېرو سېمو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.