د فاریاب ولایت ځايي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو لپاره د سرپناه جوړولو چارې پیل شوې دي. د چارواکو په خبره فارياب کې د بې ځايه شويو او راستنېدونکو لپاره د ۱۲۴ کورونو د جوړولو چارو پرانیسته شوې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه کورونه د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په مالي ملاتړ د ۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت رغول کېږي. د یادولو وړ ده چې هره سرپناه به د اوسېدو دوې خونې، دهلېز او پخلنځی ولري او د جوړېدو چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.