د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته کلک هوډ لري. کابل سره د اړېکو پراختیا ته دا کلک هوډ د ترکمنستان مرسیتال ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف ښودلی دی. مردوف، چې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ یې د وروستیو ګډو بنسټیزو پروژو په اړه جوړه شوې ناسته کې خبرې کولې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پراختیا ته ژمن دی. مردوف زیاته کړې، ترکمنستان تر اوسه افغانستان کې په بېلابېلو پروژو کې ۱.۵ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده. له بل لوري بیا د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې د افغانستان سفارت ویلي، دې ناسته کې د سرپرست حکومت شارژدافیر فضل محمد صابر هم حضور درلود، او د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او ریل پټلۍ د سترو پروژو پیل یې تاریخي بللي دي.