د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو په اړه د تشرېح پروګرام کې ویلي، چې د روان ۱۴۰۳ مالي کال په لومړیو ۵ میاشتو کې یې څه باندې څلور میلیارده ۴۰۹ میلیونه ۵۲۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي. د چارواکو په خبره یاد وزارت په ۱۴۰۲ مالي کال کې، ۱۰ میلیارده ۴۷۹ میلیونه ۹۲۹ زره افغانۍ عواید را ټول کړي و. د چارواکو په خبره روان د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د بېلابېلو منرالونو ۶۴۷ کاني ظواهر او ساحې سروې شوې دي، چې په فعالېدو سره به یې زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه رامنځته او د سرپرست حکومت په عوایدو کې به د پام وړ زیاتوالی راشي.