د هلمند ولایت ځایي مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د خاري کانال د جوړولو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د سیندیزې حوزې رییس یعقوب قایم ویلي، چې د یاد ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د بست کلا په سیمه کې د ښاروالۍ ریاست په مالي ملاتړ د ۴۰۰ میلیونه ۱۱ زره ۶۳۴ امریکایي ډالرو په لګښت د خاري کانال او د هلمند د سیند په غاړه د تحکیماتي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې یاد کانال د تحکیماتي دېوال د ۹۰۰ متره په اوږدوالي او څلور متره په سورجوړېږي، چې ورسره به د سیمې ګڼ شمېر کسانو ته کار کولو زمینه هم برابره شي.