د راپورونو له مخېځينې افغان پانګوالو او کسبګرو د ازبکستان په سرخان ولایت کې د افغانستان او ازبکستان په ګډ بازار کې تازه خپل فعالیتونه پيل کړي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دوی د ګډ بازار جوړېدل د دواړو هېوادونو د خلکو د اقتصادي ودې په برخه کې ګټور ګام ګڼي. د دغه بازار مسوولین وايي چې، د دواړو هېوادونو د پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي او په دغه بازار کې د افغانانو لپاره هېڅ ډول محدودیتونه شتون نهلري. د مسوولینو په خبره په دغه بازار کې د افغانستان او ازبکستان کسبګرو ته کرایه یو ډول ده او هرڅوک چې، لېوالتیا ولرې کولای شې په دغه بازار کې پانګونه وکړي.