د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي، چې په روان لمریز کال کې د افغانستان او پاکستان راکړه ورکړه نږدې ۶۰ سلنه کمه شوې ده. د مسوولینو په خبره د دې یو ستر لامل د دواړو هیوادونو ترمنځ د تخم دروازې وخت ناوخت بدېدل دي او اوس کابو یوه میاشت په تېرېدو ده، چې دغه لاره تړل شوې ده. افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې، د صادراتو او وارداتو توازن یې یو شان نهدی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې هر کال له نورو هېوادونو نږدې لس مېلیارده ډالره راکړه ورکړه لري چې، له دې منځه یې نږدې دوه مېلیارده ډالر صادرات جوړوي. د صادراتو له ډلې شاوخوا یو مېلیارد ډالر صادرات پاکستان ته کېږي؛ خو هر وخت د ګډو بندرونو تړل کېدل او د ګمرکي تعرفې لوړوالی له پاکستان سره د سوداګرۍ د کموالي لامل کېږي.