د قطر د نړیوالو همکاریو وزیرې لولو الخاطر د افغان ښځو په اړه د ملګرو ملتونو په ځانګړې غونډه کې ژمنه وکړه، چې له افغان مېرمنو سره به د زده کړو او روغتیا په برخه کې ۷۵ میلیونه ډالر مرسته وکړي. نوموړې په دې غونده، کې ویلي چې زده کړو ته لاس رسی، اقتصادي مشارکت او د ښځو نورې ازادۍ د افغانستان د پرمختګ لپاره اړینې دي. نوموړې دغه راز د افغان ښځو په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په خپله وینا کې د افغان ښځو د اساسي حقونو په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار وکړ. دا مرستې د بورسونو، د تعلیمي پروګرامونو د جوړولو او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې ځانګړې شوې دي.