د عامې روغتیا سرپرست وزیر د دغه وزارت اړوند د کتلوي معافیت نوې جوړې شوې ودانۍ پرانېستغونډه کې ویلي، په وروستیو څو کلونو کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو او د واکسین د تطبیق له امله هېواد کې د ماشومانو د مړینې په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی. نوموړي زیاته کړې، دغه وزارت هڅه کوي د خپلې نوې تګلارې به لهمخې هېواد کې روغتیایي سیستم پیاوړی کړي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر دغه راز ویلي، دوی په پام کې لري، چې سږ کال په بېلا بېلو ولسوالیو کې ۱۷ روغتونونه جوړ کړي.