د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې پر اړمنو کورنیو ۶۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرستې ووېشل شوې. د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، دغه اندازه نغدي مرستې یې د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې پر ۲ زره تثبت شویو اړمنو او بې وزلو کورنیو وېشلې دي. د افغاني سرې میاشتې مرستیال عزیز الرحمن ویلي، سره میاشت ولس ته د خدمت او مرستې رسولو باوري مرستندویه بنسټ دی. نوموړي ویلي، دې خیریه بنسټ تل په ستونزمنو حالاتو کې د بېوزلو هېوادوالو ملاتړ او لاسنیوی کړی دی. د يادونې ده، چې ياده نغدي مرسته کې هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.