د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په قادس خوردک سیمه کې د څه باندې ۴۸مېلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۲٫۳ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د خبرپاڼې پر بنسټ د دغه سړک د چارو پرانیسته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست له لورې شوې او د دغه سړک په اوږدو کې د ۴۵۵ مترو په اوږدوالي د محافظوي دېوال، او دغه راز ۲۸ پلچکونه جوړول هم پکې شامل دي.