نړیوال بانک ویلي چې د تېرو درېیو کالو په لړ کې له افغانستان سره ۱.۷ میلیارد ډالر مرسته شوې ده. د مالوماتو له مخې دا مرستې تر ډېره د افغان نجونو او ښځو د وضعیت پر ښه کولو ورټولې وې. نړیوال بانک ټينګار کړی چې د ۲۰۲۱ په ډسمبر کې د افغانستان له وجهي صندوق (ARTF) څخه ۲۸۰ میلیون ډالر یونیسف او خوړو نړیوال پروګرام ته لېږل شوې دي. څو میاشتې وړاندې سیګار راپور ورکړی و چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې د امریکا د مرستو پلي کوونکو شریکانو ته لږ تر لږه ۱۰.۹ میلیون ډالره مالیه او د اوبو او برېښنا لګښتونه ورکړي او دا ډله له افغانستان سره د امریکا له مرستو ګټه پورته کوي.