د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په تهران کې د افغانستان سفارت او د سره صلیب کمیټې د چارواکو ترمنځ د کډالو د ستونزو په اړه غونډه شوې ده. د مالوماتو له مخې په دې غونډه کې د روغتیا په برخه کې د کډوالو پر ستونزو، د ورکو شویو کورنیو د غړو د بیا یوځای کېدو او له ایران څخه افغانستان ته د کډوالو د جسدونو پر لېږد خبرې اترې شوې دي. په خبرپاڼه کې د سره صليب د مشر له قوله ویل شوي چې په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په ګلشهر، مشهد او زايدان کې روغتيايي مرکزونه جوړ شوي دي. هغه په ایران کې له افغان کډوالو سره د لا زیاتو مرستو ډاډ ورکړی دی.