د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان د برېښنا انرژۍ د پانګونې فرصتونو وړاندې کولو کنفرانس کې ویلي، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه له لوري د صنعتي پارکونو قانون توشیح شوی او خصوصي سکټور ته سپارل شوی دی. عزیزي زیاته کړې، چې ډېر ژر به ۸۰۰ شرکتونو ته په پلازمېنه کابل کې ځمکې وویشل شي. دغه کنفرانس کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر پر ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ کړی، چې د افغانستان په ابادۍ کې ونډه واخلي. نوموړي له رسنیو څخه هم غوښتي، چې د افغانستان د پرمختګونو او ابادۍ انځور دې خلکو ته وړاندې کړي.