د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو په راتلونکې اوونۍ کې د امام ابوحنیفه د درېیم نندارتون د جوړېدو خبر ورکړی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه نندارتون د روان لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه په کابل کې جوړېږي چې، د افغانستان، منځنۍ او سوېلي اسیا هېوادونو، چین، ایران، ترکیې او جاپان تولیدات به په څه باندې ۷۰۰ غرفو کې چې، په ۴۰۰ کې بهکورني او په ۳۰۰ کې به بهرني توکي نندارې ته وړاندې شي. بلخوا، د افغانستان د کسبګرو خونې رییس د امام ابو حنیفه نندارتون جوړېدل د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او له ګډون کوونکو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او ټرانزیتي اړیکو د پراختیا لپاره ډېر مهم بللی دی.