د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو له ځینو کورنیو شرکتونو سره د ۲۴۰ میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. دغه هوکړه لیکونه پرون د افغانستان برېښنا انرژۍ د پانګونې فرصتونو تر سرلیک لاندې د جوړ شوي کنفرانس په لړ کې لاسلیک شول، چې په دې جمله کې له غضنفر ګروپ او زولرستان شرکتونو سره د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د ځواک پاور له شرکت سره د ډبرو له سکرو څخه د ۱۰۰ مګاواټه حرارتي برېښنا د تولید او د کابل ملي شرکت سره د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید هوکړه لیکونه شامل دي.