هلمند کې د بست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت مسوولین وايي، په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ ټنه غوړي او شاوخوا ۸۰ ټنه پنبه پروسس کوي. مسوولین وايي، هڅه کوي، چې دا کچه نوره هم زیاته کړي. د هلمند ولایتي اداره هم د دې شرکت د تولید او ظرفیت لوړونې څخه خوښي ښيي، او په وینا یې هڅه کوي، د بازار موندنې په برخه کې لا ډېر کار وکړي، تر څو تولید شوي، غوړي د هلمند سربېره د هېواد نورو ولایتونو او ان بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي. د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت، چې د غوړیو د تولید او د پنبې د پروسس تر څنګ صابون، کنجاړه او پوستکي هم تولیدوي. د دغه شرکت یو شمېر کارکوونکي وايي، خوښ دي، چې هم هېوادوالو ته خدمت کوي او هم د ځان لپاره حلال روزي ګټي.