د ننګرهار وادې کرنیز دولتي شرکت له لوري شوې تخنیکي سروې ښيې، چې د نورو کلونو په پرتله به سږ کال د زیتونو حاصلات درې برابره زیات وي، چې نږدې ورځو کې به یې د راټولولو لړۍ پیل شي. د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مسوولین داسې مهال د زیاتو حاصلاتو راټولولو وړاندوینه کوي، چې سږ کال ورښتونو او توپانونو تر یوه بریده د زیتونو باغونه وځپل. په ورته مهال د زیتونو فابریکې امر اختر محمد هاشمي وايي، د اچارو لپاره د زیتون د دانو راټولونه به نږدې ورځو کې پيل شي. د کانال شرکت مسوولین وايي، سږ کال یې د زیتونو حاصلات ۱۹۲۰ ټنه اټکل کړي وو، خو د تېرو میاشتو ورښتونو، ګلۍیو او توپانونو له امله څه د پاسه ۶۰۰ ټنه حاصلات له منځه تللي.