یوشمېر سوداګر وايي، سره لهدې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ خرلاچي لاره له نهو ورځو بندیز وروسته بېرته پرانیستل شوې او همدا راز د تورخم له لارې هم د دواړو هېوادونو تر منځ په تدریجي ډول سوداګرۍ بېرته پیل شوې، خو دوی لا هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. دوی وايي، خرلاچي لاره چې په سیمه کې د دوه قومونو ترمنځ د سختو نښتو له امله د سپټمبر په ۲۱مه بنده شوې وه، پرون بېرته پرانيستل شوه، خو بیا هم ډېر لږ شمېر موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي. په ورته وخت کې یوشمېر نور سوداګر بیا وايي چې، د تورخم له لارې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ له تېرو څو ورځو راهیسې په تدریجي ډول بیا پیل شوې او د بار وړونکو موتړو چلونکو ته د شلمان-ملاګوري له لارې د تګ راتګ اجازه ورکول شوې. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه که څه هم د خرلاچي لارې له خلاصېدو هرکلی کو