د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډه کې د ګډون په موخه روسيې ته تللی دی. د ياد وزارت مرستيال وياند ويلي چې سرپرست وزیر د روسیې فدراسيون په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ شپږمه غونډه کې د ګډون په موخه مسکو ته په سفر تللی دی. سرچينې زياته کړې؛ تمه ده، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست به د اکټوبر پر ۴مه د مسکو فارمټ ناستې په څنډه کې د روسيې فدراسيون د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره هم پر دوه اړخيزو مسايلو خبرې اترې وکړي.