د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس خان جان الکوزي ویلي، چې د روان کال د وري میاشتې له لومړۍ د تلې تر لسمې نېټې پورې د تیر کال پرتله راکړه ورکړه کمه شوې ده. نوموړي وایي سږ کال په یاده موده کې افغانستان پاکستان ته د ۳۱۹ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي؛ خو د تېر کال په همدې موده کې بیا ۳۴۴ میلیونه ډالره صادرات شوي و و. د الکوزي به خبره هڅې روانې دي چې هند، روسیې او عربي هېوادونو ته د صادراتو کچه لوړه شي. تورخم، سپین بولدک، غلام خان، انګور اډه او ډنډ پټان د افغانستان او پاکستان رسمي بندرونه دي او د سویلي اسیا له هېوادونو سره ډېره راکړه ورکړه له همدې بندرونو کېږي، خو د دغو بندرونو وخت نا وخت بندښت سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.