په ایران کې یو شمېر افغان کډوال په دغه هېواد کې د دوی پر نامناسب وضعیت نیوکه کوي. د دغه کډوالو له ډلې یو شمېر یې وايي، چې د دغه هېواد په ځینو ولایتونو کې د نیول کېدو او د کار د نه پرېښودو په ګډون له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي. دوی له سرپرست حکومته غواړي، چې ژر تر ژره یې ستونزو ته رسېدنه وکړي. په ورته مهال د اسلام شهر د کار همکارۍ او هوساینې ادارې رییس وايي، هغه کډوال چې قانوني اسناد لري، په سختو دندو کې د کار اجازه لري او له دې پرته هېڅ کډوال نشي کولی د خوراکي توکو د تولید او خرڅلاو په مرکزونو کې کار وکړي. له دې سره سم هېواد ته یو شمېر راستانه شوي افغان کډوال هم د دوی پر وړاندې له پرتو ستونزو شکایت کوي او د افغانستان له سرپرست حکومته د مرستې غوښتنه کوي.