د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې د تېر کال په پرتله د دغه ولایت له اسلام کلا او تور غونډۍ بندرونو څخه په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي امر محمد یوسف امین ویلي، چې په دغه صادراتو کې حیواني محصولات، کرنیز توکي، کورني تولیدات، له کانونو استخراج شوي مواد او نور توکي شامل دي، چې ګاونډیو هېوادونو، متحده عربي اماراتو، منځنۍ اسیا او امریکایي او اروپایي هېوادونو ته صادر شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د صادراتو په کچه کې د زیاتوالي لاملونه د کانونو استخراج، د کورنیو تولیداتو په کیفیت کې لوړوالی، د کرنيزو محصولاتو ښه والی، د لویو لارو امنیت ټینګښت او سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کول ښودل شوي دي.