د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ځمکې سطحي اوبو د مدیریت په موخه یې د پنځمې ناحیې اړوند د قرغې فامیلیو په سیمه کې د یوه کانال د جوړولو چارې روانې دي. د مالوماتو له مخې دغه کانال ۴۹۰ متره اوږدوالی، ۱.۹ متره سور او ۱.۶متره ژوروالی لري او د جوړېدو چارې به یې تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې په بنسټیزه توګه بشپړې او ورسره جوخت به د ذاکرین ښارګوټي او د قرغې سړک ترمنځ د نوي سړک او ورڅېرمه سیمو د ځمکې سطحي اوبه مدیریت شي. د ښاروالۍ د مسوولینو په خبره د یاد کانال په جوړېدو سره به سړکونو ته د اوبو له راختلو او د سړکونو له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی هم وشي.