د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست د هندوستان د کان کیندنې یوه شرکت د دفتر له مسوولسرینواش اکاپیډي سره کتلي دي. سرینواش اکاپیډي په افغانستان کې د فلزي کانونو، قیمتي ډبرو، نفت او ګازو په برخه کې پر پانګونې لېوالتیا ښولې ده. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم، د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په خاطر د یاد شرکت د لېوالتیا هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې د کانونو د قانون او طرزالعمل مطابق به د پانګونې د زمینې برابرولو کې ورسره همکاري وکړي.