د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د روان لمریز کال په وږي میاشت کې هېواد ته د څه باندې ۳ زره بهرنیو وګړو د تګ او راتګ خبر ورکړی دی. سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۳ زره او ۳۲۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په یاده موده کې د ۳۳ ښځینه وو په ګډون ۱۸۰۴ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۳۱ ښځینه وو په ګډون ۱۵۲۴ نور له هېواد څخه وتلي دي. د دغې ادارې د ثبت شویو شمېرو پر بنسټ ترټولو زیات بهرني وګړي د نیمزوز ولایت، تورخم او حیرتان بندرونو او د کابل او بلخ نړيوالو هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.