د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند د نوم نه اخېستلو پرته ګاونډیانو ته ګوتڅنډنه وکړه او وې ویل که د افغان سوداګرۍ برخه کې چلند بدل نه شو نو دوی به هم په ورته عمل لاس پورې کړي. مومند د امام ابو حنیفه درېيم نړېوال نندارتون د پرانیستې مراسمو کې وویل، ګاونډ د افغانستان پر خصوصي سکټور د ټولو نړېوالو قوانېنو او نورمونو خلاف مالیه لوړه کړې. نوموړي ګواښ وکړ که یې بیا هم ورته عمل تکرار کړ نو دوی هم اړ دي، چې په باالمثل عمل لاسه پورې کړي. یوسن مومند داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې پاکستان پر افغان مېوو ګمرکي تعارفه لوړه کړې چې ور سره د هېواد تازه مېوې تر ډېره په باغونو کې پاتې دي چې زیان یې بزګرانو او باغدارانو ته اوړي. دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د افغانستان د تازه مېوو په فصل کې په مختلفو پلمو لارې تړي او یا هم ګمرکي تعارفه لوړه وي، له تېرو څه باندې شلو کلونو پاکستان دا ډول کړنې تر سره کوي چې له امله یې افغان بزګرانو او سوداګرو ته پراخ مالي زیانونه اوړي.