د عدلیې وزارت ویاند، برکت الله رسولي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د وزارتونو او ادارو د تدارکاتو او تړونونو د روڼتیا په هکله د سرپرست حکومت د رهبر د فرمان پر بنسټ، په تدارکاتو، کان کېندنې او نورو تړونونو کې چې، عامه شتمنۍ وي، دولتي چارواکي او مامورین نهشي کولی، په مستقیم یا غیر مستقیمه توګه د داوطلب په توګه، ګډون وکړي. هغه زیاته کړې خصوصي شرکتونه چې، چارواکي او مامورین په هغو کې ونډهوال او یا مسوول وي هم د دغه فرمان د ذکر شوي حکم تابع دي.