د غزني ولایت په ده یک او جاغوري ولسوالیو کې دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یاد ولایت د پوهنې ریاست اداري آمر زین الدین ناصر ویلي، چې د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د نسوان رباط او جاغوري ولسوالۍ کې د کاریز پاتو ښوونځيو ته د یونیسف په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. دغو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو سربېره د احاطې دېوال، د برېښنا او اوبو منظم سیسټمونه هم جوړ شوي دي. همدارنګه ځايي خلک د یادو ښوونځیو په جوړولو خوښ دي او له حکومت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.