د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره کتلي. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړ لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پياوړتیا او د سیمې د اوسنیو حالاتو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه. حامد کرزي دغه راز د افغانستان له خلکو سره د چین له مرستو مننه کړې ده. نوموړي ویلي، چې افغانستان د ټولو خلکو ګډ کور دی او د سولې او دایمي ثبات د تامین لپاره يې ملي تفاهم اړین بللی او د هېواد په پرمختګ کې یې د نجونو او هلکانو د زده کړې رول او اهمیت ته په اشارې سره له چین څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.