د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام په کابل کې د جاپان له سفارت سره په ښاري سیمو کې د زیانمنو خلکو د ژوند د چاپېریال د ښهوالي په موخه د ۷،۳۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ. ټاکل شوې چې د دې پروژې له لارې په کابل او هرات کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان د ژوندانه له لومړنیو خدمتونو، روغتیا او بیارغولو له خدمتونو برخمن شي. د اسیا او اقیانوسیې لپاره د ملګرو ملتونو د مېشتېدنې څانګې سیمهییزه استازې وایي چې، په افغانستان کې د درېیو لسیزو جګړې له امله رامنځته شوی بشري او اقتصادي وضعیت د طبیعي افتونو پر وړاندې د اړمنو خلکو زیامنتیا زیاته کړې ده. د کازوکو ایشګاکي په وینا، د دې پروژې په ټاکل شویو سیمو کې د هرات زلزلهځپلي سیمې هم شاملې دي. په دغه پروګرام کې د جاپان سفیر هم وایي چې، هېواد یې د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی.