په خوست کې د جلغوزیو ټولنې مسوولین وایي سږکال یې حاصلات شاوخوا ۳۵۰۰ ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښیي. ورته مهال سوداګر غوښتنه کوي، چې د نورو هېوادونو سوداګرو پر ځای دې افغان حکومت سوداګرو ته دا زمینه برابره کړي، څو خپله خپل محصولات د چین په ګډون د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر کړي. سوداګر دغه راز زیاتوي، چې دامهال په کور دننه د جلغوزیو ټول کاروبار په پاکستانیو کلدارو ترسره کېږي، چې له کبله یې دوی هر کال په میلیونونو افغانیو زیان ویني. ورته مهال د خوست د ویالي ویاند د ولایتي ادارې له اړخه ډاډ ورکوي، چې د نورو سوداګرو د ستونزو د هوارۍ سربېره، حکومت ژمن دی، څو د جلغوزیو په برخه کې هم د سوداګرو شته ستونزې حل کړي.