د ټولګټو چارو سرپرست وزیر د “هپکو” شرکت له استازي مهدي اسماعیلي او “جلاپردازان الوند” انجنيرۍ شرکت له استازي بابک فلاج سره کتلي دي. د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، ایراني پانګوالو یاده کتنه کې ویلي، چې غواړي د افغانستان په بنسټيزو پروژو په ځانګړې توګه د سړکونو او اوسپنیزو کرښو په برخه کې پانګونه وکړي. بلخوا د ټولګټو وزیر د هېوادونو په اقتصادي وده کې د خصوصي سکټور رول مهم بللی او ویلي یې دي، چې افغانستان کې د هرډول پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده او سرپرست حکومت د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ او هرکلی کوي.