د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د سوداګریز پیوستون کنفرانس کې ویلي، سرپرست حکومت د سوداګرۍ په بدیلو لارو غور کوي، څو افغانستان له بېلابېلو هېوادونو سره اقتصادي راکړه ورکړ ولري. نوموړي دا څرګندونې د افغان او بهرنیو سوداګرو پیوستون کنفرانس ته کړې، او له ګاونډیو هېوادونو یې غوښتي چې د افغان سوداګرو پر وړاندې راټوکېدلې ستونزې له منځه یوسې. هغه ګواښ کړی، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې د ستونزو جوړولو، د لارو بندول او په ناقانونه توګه د مالیاتو لوړل به د افغانستان او ګاونډیو ترمنځ اقتصادي همکارۍ او اړیکې زیانمنې کړي. سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې سرپرست حکومت د سیمه ییزې سوداګرۍ او ټرانزیټ پياوړتیا ته ژمن او د سیمې هېوادونه دې خپل مسوولیت رفع او چمتووالی دې په عمل کې وښيي. دې کنفرانس کې د پاکستان، چین، ایران، ترکیې او جاپان سوداګرو هم برخه درلوده.