د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د امام ابو حنیفه له نندارتون څخه د لیدنې پرمهال ډاډ ورکوي، چې په کور دننه او بهر به د نندارتونونو په جوړولو سره د هېواد د تولیداتو لپاره د بازار موندنې زمینه برابره کړي. نورالدین عزیزي ویلي، ټاکل شوې په قزاقستان، اذربایجان او دوبۍ کې هم نور نندارتونونه جوړ شي، چې افغان سوداګر به هم پکې ګډون وکړي. د امام ابو حنیفه یو شمېر ګډونوال وايي، چې دغه نندارتون ته د خلکو ورتګ زیات شوی او تر دې دمه یې ځينې هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي دي. په دغه ننداتون کې پر کورنیو ګډونوالو سربېره په نږدې ۱۵۰ غرفو کې د ایراني سوداګرو تولیدات هم نندارې ته وړاندې شوي دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، سوداګرو په څه باندې ۷۰۰ غرفو کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.