د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د مسعینک قراردادي کمپنۍ له ریيس سونګ ون بینګ سره کتلي. دې کتنه کې د یادې کمپنۍ رییس ویلي، چې د مس عینک په لومړۍ برخه کې له ۵ میلیارده ډالرو زیاته پانګونه به په مستقیم ډول ۳ زره افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي. نوموړي زیاته کړې، پلان لري چې یوه ډله افغانان له ګومارنې وروسته د مسلکي روزنې په موخه چین ته ولیږي. ورته مهال سیاسي مرستیال د چین او افغانستان اړیکې ښې بللې او ویلي یې دي، چې د مس عینک د عملي چارو پیل ته دې هڅې ډېرې وشي.