ترکمنستاني پلاوي او د ټاپي پروژې مشر امانوف د هرات له سرپرست والي سره په لیدنه کې د ټاپي پروژې د حقوقي او تخنیکي پرمختګونو په اړه خبرې کړي. هغه په هرات کې د ریلي کنسرسیوم د دفتر، د ګمرک څانګې او د انجنيرانو لپاره د موقتي کمپونو جوړولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې. د هرات سرپرست والي ټاپی پروژه یوه مهمه پروژه بللې او د امنیت د تامین او د اسانتياوو برابرولو په برخه کې یې ډاډ ورکړی دی. د ټاپي پایپ لاین چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، یوه له سترو سیمه ییزو پروژو څخه ده. دا پروژه ۱۸۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د کلنۍ انتقال ظرفیت یې ۳۳ میلیارد متر مکعب دی او چارواکو ویلي، چې د دې پروژې له ټرانزیت څخه به د افغانستان کلنی عاید ۴۰۰میلیونه ډالره وي.