د راپورونو له مخې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د ماموریت موده د یوه بل کال لپاره غځول کېږي. په جینوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه په یوه تصویري پیغام کې ویلي چې ټاکل شوې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په هکله پرېکړهلیک د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ته وړاندې شي. هغه زیاته کړې چې دا پرېکړهليک د اروپايي ټولنې او ۴۸ نورو هېوادونو له خوا وړانديز او په کې د ريچارډ بېنټ د ماموريت ملاتړ شوی دى. دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت افغانستان ته د ریچارډ بېنټ پر سفر بندیز لګولی؛ په دې باور چې هغه نړۍ ته د افغانستان د وضعیت ناسم تفسیر وړاندې کړی دی.