د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې دا مهال په هېواد کې یو میلیون او ۵۰۰زره کسان د سترګو پر بېلابېلو ناروغیو اخته دي. د یاد وزارت چارواکو د «لید نړیوالې ورځې» په نمانځغونډه کې دا څرګندونېکړې دي. د چارواکو په خبره هرکال په هېواد کې ۲۵زره کسان د خپلې یوې سترګې لید له لاسه ورکوي. کابل کې د نور تخصصي ملي روغتون مسوولین بیا وایي، چې هېواد کې باید د سترګو ناروغانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ شي. یوشمېر ډاکټران غیري ارادي خوځښتونه، پر سترګو سرې، قهوي یا خړې لکې، د اوښکو ډېره بهېدنه او د سترګو خارښ د سترګو ناروغي له مهمو عواملو یادوي. د اکتوبر ۱۴مه چې د لید نړیوالې ورځې په نامه نومول شوې هر کال په هېواد کې د لید اهمیت او عامه پوهاوي په موخه نمانځل کېږي.