د روسیې فدراتیف شورا د نړیوالو چارو د کمېټې مشر له افغان سرپرست حکومت سره د خبرو پر دوام ټینګار کړی. روسي چارواکي دغه څرګندونې د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د منځنۍ اسیا د سیمه ییز امنیت په اړه په جوړه شوې غونډه کې کړې دي. هغه ټینګار کړی چې په منځنۍ اسیا کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره له سرپرست حکومت سر خبرې اړینې دي. په همدې حال کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي چې د تاجکستان او روسیې د پارلمانونو تر منځ غونډه تر ډېره د افغانستان پر مسئلې متمرکزه ده. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، صادق امامي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره سوله ییزې خبرې اترې د افغانستان د ثبات تضمین دي.